د انتخاباتو د نتيجو د اعلان په اړه عبدالله ردعمل څرګند کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86493-د_انتخاباتو_د_نتيجو_د_اعلان_په_اړه_عبدالله_ردعمل_څرګند_کړ
د افغانستان د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې رئیس وایي چې د ټاکنیزو ټیمونو غوښتنو د پام کې نه نیولو په صورت کې به د ټاکنو د پایلو د هر ډول اعلان پر وړاندې ودریږې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2019 14:11 Asia/Kabul
  • د انتخاباتو د نتيجو د اعلان په اړه عبدالله ردعمل څرګند کړ

د افغانستان د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې رئیس وایي چې د ټاکنیزو ټیمونو غوښتنو د پام کې نه نیولو په صورت کې به د ټاکنو د پایلو د هر ډول اعلان پر وړاندې ودریږې.

د افغان سرچينو د رپوټ له مخې،د تلې د شپږمې افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو وړومبنۍ نتيجې له دوه میاشتو څخه د زیات وخت په تیریدو سره لا تر اوسه هم د کمیسیون له لورې اعلان شوي نه دي. د رایو بیا شمېرنه او ددې بهېر سره د ټاکنیزو ډلو مخالفتونه له هغو مواردو څخه دي چې کمیسیون یې د پایلو د اعلان په ځنډ کې ښکیل بولي. مګر ځینې په دې وروستیو ورځو کې د لمړنیو پایلو د اعلانیدو خبره کوي. په ورته وخت کې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د کمیسیون ددې اقدام پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی دی.

 نوموړی وایي «په هغه صورت کې چې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنیزو ټیمونو غوښتنو ته د رسیدګۍ پرته ابتدایي پایلې اعلان کړي؛  د کمیسیون دغه اقدام به ورته د منلو وړ نه وي او پر وړاندې به یې بې تفاوته پاتي نه شي.» باید وکتل شي چې څه وخت به کمیسیون د خلکو سرګردانې او د حکومت بې سرپرستې پاې ته رسوي او څه وخت به د نږدې دوه میلیونه ګډون کوونکو د ټاکنو ابتدایي پایلې اعلانوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ پلویانو د هېواد  په ډیری ولایتونو کې لاریونونه ترسره کړي او د بایومیتریک پرته د ۳۰۰ زره رایو د باطلیدو غوښتنه یې کړي ده.