دغزنی ملی امنیت ځواکونو دری ترهګر نیولی دی
دغزنی ملی امنیت ځواکونو دری (۳) تنه د ترهګرو کړنو په تور نیولی زمونږ خبریال وایی په یادو کسانو کې دوو(۲) تنو د غزنی ولایت د استناف څارنوالۍ د اجرایه مدیر په وژنه کې لاس درلود چې شاو خوا یوه نیمه میاشت وړاندې ووژل شو
دغزنی سیمه ایز چارواکې وایی چې دغزنی دملی امنیت ځواکونو دری تنه هغه کسان نیولی چې د څلورو ملی امنیت ځواکونو او دوه تنه یې د غزنی ولایت د استناف څارنوالۍ د اجرایه مدیر (مجتبی حنیفی) په وژنه کې چې یوه نیمه میاشت وړاندې په غزنی ښار کې ووژل شولاس درلود .
نیول شوی کسان عیدالله او میرویس نومیږی چې دغزنی ښار اصلی اوسیدونکی دی .
دغه دوه تنه د طالبانود چریکی ګروپ غړی بلل کیږی چې د استناف څارنوالۍ د اجرایه مدیر او د څلورو امنیتی سرتیرو په وژنه تورن دی.
دریم کس عبدالملک په خادم مشهور دی د نورو وسله والو کړنو ترڅنګ طالبانو ته د پیسو راټولولو مسول یادیږی چې (۱۵۳۰۰۰) کلدارو او (۱۰۰۰) افغانیو سره نیول شوی.
دغزنی دوالی ویاند محمد عارف نوری تهران راډیو ته داسې وویل:
نوری وایی یادو مجریمینو په خپلو کړنو اعتراف کړی او دوسیې یې عدلی او قضایی ارګانونو ته لیږل شوی