د افغانستان ملي امنیت شورا خپل تشکیلات پنځوس فيصده کموي
د افغانستان ملي امنیت شورا خپل تشکیلات پنځوس فيصده کموي
د افغانستان ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې دغه بنسټ په خپلو جوړښت کښې پنځوس فيصده کموالې راولي.
د افغان سرچينو له مخې د دغه هېواد د ملي امنیت شورا صلاحکار حمدالله محب دغه بنسټ کښې د جوړښت د کمېدو مقصد، د چارو ښه والی، له ظرفیتونو او کادرونو په اغېزناکه توګه ګټه اخیستل، د امنیتي سکټور پیاوړي کول او ملاتړ، لازمې ځان بساینې ته رسېدنه او په امنیتي سکټور کښې د چارو چټکوالی یاد کړي دي.
د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه بنسټ د برحاله کارکوونکو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.
ملي امنیت شورا چې د افغان ولسمشر له لوري رهبري کیږي د دولت په چارو کښې تر ټولو مهم بنسټ بلل کیږي، چې د هېواد امنیتي چارې، ملي ګټې او ملي حاکمېت برخوکښې د فېصلو کولو ځای بلل شوے دے.