خلیلزاد طالبانو سره د خبرو اترو د بيا بنديدو اعلان وکړ
خلیلزاد طالبانو سره د خبرو اترو د بيا بنديدو اعلان وکړ
زلمي خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، بګرام کښې د طالبانو برید سخت په قهر کړے دے.
د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلی، د چارشنبې ورځې د هغه برید له کبله چې طالبانو بګرام هوایي اډې ته نژدې کړے و، له دې ډلې سره یې د صلحې روانې خبرې ځنډولې دي.
د افغان سرچينو له مخې زلمي خلیلزاد پرون ناوخته په خپله ټوېټر پاڼه کښې وليکل، طالبانو سره یې خپلو خبرو کښې په دې برید سخته غوسه څرګنده کړې ده. نوموړي لیکلي، طالبانو باید اوس دا ثابته کړي چې د صلحې لپاره د افغانانو هیلې ته ځواب ویلی شي.
د پروان ولایت چارواکي وایي د چارشنبې په ورځ بګرام فوځي اډې سره نژدې په یوه کلینک لويې موټر بم چاودنې لږ تر لږه يوه مېرمن ووژله او نژدې سل کسان يې ژوبل کړل.
قطر کې د طالبانو او امریکایانو خبرې له درې میاشتني ځنډ وروسته تېره اوونۍ پیل شوې وې
له دې وړاندې هم د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کابل کښې د طالبانو د یو برید په غبرګون کښې له دې ډلې سره د صلحې خبرې اودرولې وې.