غزني کښې د چاودنې له امله لس تنه مړه شول
Dec 13, 2019 09:54 Asia/Kabul
غزني کښې د یو موټر په لاره کښې د ماین چاودیدو په پيښه کښې لس تنه مړه او شپږ ژوبل شوې دي.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې نن سهار دغزنی ـ جغتو ولسوالۍ دلارې په اوږدو کې په یو فلانکوچ ډوله موټرباندې دسړک غاړې ماین چاودنه وشوه چی په ترڅ کې یې د څلورو ښځو او یو ماشوم په شمول لس تنه ملکي وګړي مړه شوې او د دریو میرمنو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شول.
یاد موټر له دایکندی ولایت نه د غزني په لور روان و.
ټیګونه