غزني کښې د چاودنې له امله لس تنه مړه شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86534-غزني_کښې_د_چاودنې_له_امله_لس_تنه_مړه_شول
غزني کښې د یو موټر په لاره کښې د ماین چاودیدو په پيښه کښې لس تنه مړه او شپږ ژوبل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2019 09:54 Asia/Kabul
  • غزني کښې د چاودنې له امله لس تنه مړه شول

غزني کښې د یو موټر په لاره کښې د ماین چاودیدو په پيښه کښې لس تنه مړه او شپږ ژوبل شوې دي.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې نن سهار دغزنی ـ جغتو ولسوالۍ دلارې په اوږدو کې په یو فلانکوچ ډوله موټرباندې دسړک غاړې ماین چاودنه وشوه چی په ترڅ کې یې د څلورو ښځو او یو ماشوم په شمول لس تنه ملکي  وګړي مړه شوې او د دریو میرمنو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شول.

یاد موټر له دایکندی ولایت نه د غزني په لور روان و.