په افغانستان کې په درغلۍ ککړ حکومت هیڅکله هم نه منو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86580-په_افغانستان_کې_په_درغلۍ_ککړ_حکومت_هیڅکله_هم_نه_منو
عبدا... عبدا... دتیرې جمعې په ورځې هم په خبری ناستې کې وئیلی وو،چې په پاتې اوو ولایتونو کې به د رایو د بیرته شمیرنو اجازت ورکړی او له خپلو پلویانو څخه ئې غوښتی وو،څو د انتخاباتو د کمیشن ددغه کار مخنیوی دې ونه کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 15, 2019 11:09 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې په درغلۍ ککړ حکومت هیڅکله هم نه منو

عبدا... عبدا... دتیرې جمعې په ورځې هم په خبری ناستې کې وئیلی وو،چې په پاتې اوو ولایتونو کې به د رایو د بیرته شمیرنو اجازت ورکړی او له خپلو پلویانو څخه ئې غوښتی وو،څو د انتخاباتو د کمیشن ددغه کار مخنیوی دې ونه کړی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائی شورا مشر او  ثبات اوهمپالنې د انتخاباتی ټیم  مشر عبدا... عبدا....وئیلی ،سالمې او روا رای باید  د افغانستان راتلونکی ولسمشر وټاکی .

 ډاکټر عبدا...  پرون ناوخته  په بغلان ولایت کې د خپلو پلویانو په ټول کې وئیلی دی،د ثبات او همپالنې ټیم په زیات غوښتنې پسې نه دی،خو  د درغلۍ اجازت به هم ورنکړی .

 عبدا... عبدا... د تیرې جمعې په ورځې هم په  خبری  ناستې کې  وئیلی وو،چې په پاتې اوو ولایتونو کې به د رایو  د بیرته شمیرنو اجازت ورکړی او له خپلو پلویانو څخه ئې غوښتی وو،څو د انتخاباتو د کمیشن ددغه کار مخنیوی  دې ونه کړی .

  له دې مخکې د ثبات اوهمپالنېټیم چېد اختلاف وړ څه دپاسه درې لکه رایو پرباطلیدا ئې ټینګار درلود، له خپلو پلویانو ئې غوښتی  وو چې د رایو دبیرته شمیرنې اجازت دې ورنکړی .