افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن بهرني عسکر ځان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86612-افغانستان_کې_په_جنګي_جرمونو_تورن_بهرني_عسکر_ځان_وژلی_دی
د آسټریلیا هیواد هغه کمانډو عسکر، چې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال په جنګي جرم تورن شوی وو؛ ځانوژنه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2019 01:56 Asia/Kabul
  • افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن بهرني عسکر ځان وژلی دی

د آسټریلیا هیواد هغه کمانډو عسکر، چې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال په جنګي جرم تورن شوی وو؛ ځانوژنه کړې ده.

د «اې بي سي نیوز» د راپور له مخې « کوین فراسټ» یو له هغو سلګونو عسکرو څخه دی، چې تر ماموریت وروسته ځان وژنه کوي.

ویل کېږي، نوموړي په «۲۰۱۶» میلادي کال کې اعتراف کړی وو، چې له خپلو عسکرو ملګرو سره یې د یو افغان بندي تر وژلو وروسته د هغه د قتل په پټ ساتلو کې مرسته کړې وه.

راپور وړاندې د فراسټ د کورنۍ له قوله لیکلي چې نوموړی تېره هفته له خپل کوره نادرکه شو خو وروسته یې جسد په داسې حالت کې وموندل شو، چې په دردوونکي ډول یې خپل ژوند ته د پای ټکی اېښی وو.

د کوین فراسټ د ځان وژنې خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې د آسټریلیا لومړی وزیر وایي، د عسکرو د ځان وژنو د کچې د راټيټولو په موخه یو ځانګړي کمېسیون ته د څېړنو دنده ورکوي.