مزارشريف کښې چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اورسوله
مزارشريف کښې چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اورسوله
Dec 18, 2019 04:06 Asia/Kabul
د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار کښې د پوليسو په موټر چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اورسوله.
د افغان سرچينو له مخې چاودنه پرون د مزار شريف ښار په الکوزي څلورلارې کښې د ټرافيکو موټر ته څېرمه په بائيسکل کښې د ځاے په ځاے شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.
په دغه چاودنه کې شپږ پوليس وژل شوي او د ملکي وګړو په شمول اتلس تنه ژوبل شوي دي.
د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل پېښه تاييدوي او وائي چې په دغه چاودنه کښې درې تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
تر اوسه د دغې چاودنې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې.
ټیګونه