د افغانستان دسولې په بهیر کې مهمې مرحلې ته رسیدلی یوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86677-د_افغانستان_دسولې_په_بهیر_کې_مهمې_مرحلې_ته_رسیدلی_یوو
زلمی خلیلزاد ّپرون په کابل کې د افغانستان له ولسمشر ا شرف غنی او داجرائی شورا له مشر عبدا.. عبدا...سره او دغه راز له پخوانی ولسمشر حامد کرژیی او یوشمیر نورو سیاسی مشرانو سره هم دسولې د بهیر په باب لیدنه اوخبرې کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 19, 2019 11:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان دسولې په بهیر کې مهمې مرحلې ته رسیدلی یوو

زلمی خلیلزاد ّپرون په کابل کې د افغانستان له ولسمشر ا شرف غنی او داجرائی شورا له مشر عبدا.. عبدا...سره او دغه راز له پخوانی ولسمشر حامد کرژیی او یوشمیر نورو سیاسی مشرانو سره هم دسولې د بهیر په باب لیدنه اوخبرې کړی دی .

 زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زملی خلیلزادپه دې ادعا سره چې په  دغه هیواد کې  دسولې بهیر مهمې مرحلې ته رسیدلی ،  وئیلی دی ، دسولې دبهیر په روانو خبرواترو ئې  د کابل حکومت مشران  خبر کړی دی .

راپور ښئ زلمی خلیلزاد د افغانستان  دسولې په بهیر کې ددغه هیواد د حکومت  له مشرانو سره  له خبرواترو وروسته  مدعی شوی ، چې یوې حساسې مرحلې ته رسیدلی دی .

 هغه پرون  په کابل کې  د  افغانستان له ولسمشر ا شرف  غنی او داجرائی شورا له مشر عبدا.. عبدا...سره او دغه راز  له پخوانی ولسمشر حامد کرژیی او یوشمیر نورو سیاسی مشرانو سره هم  دسولې د  بهیر په باب لیدنه اوخبرې کړی دی .

 د افغانستان له خاورې په بهر کې  د طالبانو د مرکزونو ړنګول او د سولې په بهیر کې  د اووربند ټینګیدا،  نوره هغه ټکی  وو چې   دافغانستان ولسمشر  له زلمی خلیلزاد سره په کتنې کې پرې ټینګار کړی دی . 

د افغانستان دسیاسی دفتر له استازو سره  د زلمی خلیل زاد  د خبرواترو  لومړنی پړاؤ  تیره اونۍ د قطر په دوحې کې ترسره شوی  او ټاکل شوې ده ، دغه بهیر  دوحې ته دزلمی خلیلزاد  له سفره وروسته بیرته پیل شی .

پر اوور بند ټینګار  په داسې حال کې  شوی ، چې  طالبانو یو ځل بیا له افغانتسانه  د امریکائی پوځیانو پر وتلو  ټینګار کړی دی  او  د امریکائی پوځیانو  دشتون په دوام سره ئې  له اوربند ټینګیدا سره  مخالفت کړی دی .