د افغانستان دسولې په بهیر کې مهمې مرحلې ته رسیدلی یوو
د افغانستان دسولې په بهیر کې مهمې مرحلې ته رسیدلی یوو
زلمی خلیلزاد ّپرون په کابل کې د افغانستان له ولسمشر ا شرف غنی او داجرائی شورا له مشر عبدا.. عبدا...سره او دغه راز له پخوانی ولسمشر حامد کرژیی او یوشمیر نورو سیاسی مشرانو سره هم دسولې د بهیر په باب لیدنه اوخبرې کړی دی .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زملی خلیلزادپه دې ادعا سره چې په دغه هیواد کې دسولې بهیر مهمې مرحلې ته رسیدلی ، وئیلی دی ، دسولې دبهیر په روانو خبرواترو ئې د کابل حکومت مشران خبر کړی دی .
راپور ښئ زلمی خلیلزاد د افغانستان دسولې په بهیر کې ددغه هیواد د حکومت له مشرانو سره له خبرواترو وروسته مدعی شوی ، چې یوې حساسې مرحلې ته رسیدلی دی .
هغه پرون په کابل کې د افغانستان له ولسمشر ا شرف غنی او داجرائی شورا له مشر عبدا.. عبدا...سره او دغه راز له پخوانی ولسمشر حامد کرژیی او یوشمیر نورو سیاسی مشرانو سره هم دسولې د بهیر په باب لیدنه اوخبرې کړی دی .
د افغانستان له خاورې په بهر کې د طالبانو د مرکزونو ړنګول او د سولې په بهیر کې د اووربند ټینګیدا، نوره هغه ټکی وو چې دافغانستان ولسمشر له زلمی خلیلزاد سره په کتنې کې پرې ټینګار کړی دی .
د افغانستان دسیاسی دفتر له استازو سره د زلمی خلیل زاد د خبرواترو لومړنی پړاؤ تیره اونۍ د قطر په دوحې کې ترسره شوی او ټاکل شوې ده ، دغه بهیر دوحې ته دزلمی خلیلزاد له سفره وروسته بیرته پیل شی .
پر اوور بند ټینګار په داسې حال کې شوی ، چې طالبانو یو ځل بیا له افغانتسانه د امریکائی پوځیانو پر وتلو ټینګار کړی دی او د امریکائی پوځیانو دشتون په دوام سره ئې له اوربند ټینګیدا سره مخالفت کړی دی .