په غزنی کې د خبریالانو د انځورونو نندارتون جوړ شو
په غزنی کې د خبریالانو د انځورونو نندارتون جوړ شو
دغزنی ولایت د باختر آژانس مدیرې خدیجې اشرفی د داسو غونډو داهمیت په اړه تهران راډیوته وایی چې داسې غونډې مهمې تمامېدای شی او هر هغه څوک چې له خلکو خصوصا له خبریالانو سره تاوتریخوالی کوی باید قانونی چلند ورسره وشی.
زمونږخبریال له غزنی راپورراکړ نن د افغانستان په غزنی ولایت کې د خبریالانو دمصونیت کمیټې له خوا د بشر دحقوقو نړیواله ورځ ولمانځله شوه او ترڅنګ یې دخبریالانو دسیمې دانځورونو یو نندارتون هم په لاره واچول شو
په دې غونډه کې دغزنی ولایت مقام چارواکو په ګډون دولاتی شورا غړی اونور امنیتی مسولینو ترڅنګ لسګونو ښځینه او نارینه خبریالانو اومدنی فعالانو برخه اخیسته وه.
دغزنی ولایت د باختر آژانس مدیرې خدیجې اشرفی د داسو غونډو داهمیت په اړه تهران راډیوته وایی چې داسې غونډې مهمې تمامېدای شی او هر هغه څوک چې له خلکو خصوصا له خبریالانو سره تاوتریخوالی کوی باید قانونی چلند ورسره وشی.
باید وویل شی چې څو ورځې وړاندې دغزنی ولایت مقام خبریالانو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړه او مسولو چارواکو هیڅ خبریال ته دټلیفون ځواب نه ورکاوه.