طالبانو د بین الافغانی خبرو لپاره شرط اعلان کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86705-طالبانو_د_بین_الافغانی_خبرو_لپاره_شرط_اعلان_کړی
ایرنا خبری اژانس وایی په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وویل له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو په کامل ډول د وتلو د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته به بین الافغانی خبرې اترې پیل شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2019 01:15 Asia/Kabul
  • طالبانو د بین الافغانی خبرو لپاره شرط اعلان کړی

ایرنا خبری اژانس وایی په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وویل له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو په کامل ډول د وتلو د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته به بین الافغانی خبرې اترې پیل شی .

هغه پرون له افغانستانه د امریکا د پوځیانو د وتلو په هکله د سولې د خبرواترود بهیر د پیلیدا او د لومړیو موافقو په هکله له امریکا سره د طالبانو د خبرو اترو دوام ته په اشارې سره وویل له افغانستان څخه د واشنګټن د پوځیانو په کامل ډول د وتلو په هکله د امریکا او دطالبانو ترمینځ د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته به له ټولو لورو سره بین الافغانی خبرې اترې پیل شی .

د افغانستان د سولې په چارو کښې د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خبیل زاد په تیرې چهارشنبې ورځ کابل ته په سفر او د دغه هیواد له لوړرتبه چارواکو سره په کتنې کښې ویلی وو چې د سولې بهیر مهم پړاو ته رسیدلی دی .

خلیل زاد د افغانستان د حکومت له مشرانو  او یوشمیر سیاسی شخصیتونو سره له کتنې وروسته وړمه ورځ په ټوټیټر اینټرنیټ پاڼې ولیکل  مونږ د افغانستان د سولې په بهیر کښې مهم پړاو ته نږدې شوی یوو .