طالبانو د بین الافغانی خبرو لپاره شرط اعلان کړی
ایرنا خبری اژانس وایی په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وویل له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو په کامل ډول د وتلو د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته به بین الافغانی خبرې اترې پیل شی .
هغه پرون له افغانستانه د امریکا د پوځیانو د وتلو په هکله د سولې د خبرواترود بهیر د پیلیدا او د لومړیو موافقو په هکله له امریکا سره د طالبانو د خبرو اترو دوام ته په اشارې سره وویل له افغانستان څخه د واشنګټن د پوځیانو په کامل ډول د وتلو په هکله د امریکا او دطالبانو ترمینځ د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته به له ټولو لورو سره بین الافغانی خبرې اترې پیل شی .
د افغانستان د سولې په چارو کښې د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خبیل زاد په تیرې چهارشنبې ورځ کابل ته په سفر او د دغه هیواد له لوړرتبه چارواکو سره په کتنې کښې ویلی وو چې د سولې بهیر مهم پړاو ته رسیدلی دی .
خلیل زاد د افغانستان د حکومت له مشرانو او یوشمیر سیاسی شخصیتونو سره له کتنې وروسته وړمه ورځ په ټوټیټر اینټرنیټ پاڼې ولیکل مونږ د افغانستان د سولې په بهیر کښې مهم پړاو ته نږدې شوی یوو .