د بمونو مور ناوړه پایلې پرېښي، امریکا يي باید تاوان پرې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86728-د_بمونو_مور_ناوړه_پایلې_پرېښي_امریکا_يي_باید_تاوان_پرې_کړي
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، په ننګرهار کې د بمونو د مور غورځولو ګڼ شمېر تاوانونه زېږولي، چې امریکا یې باید پور اداء کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2019 02:34 Asia/Kabul
  • د بمونو مور ناوړه پایلې پرېښي، امریکا يي باید تاوان پرې کړي

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، په ننګرهار کې د بمونو د مور غورځولو ګڼ شمېر تاوانونه زېږولي، چې امریکا یې باید پور اداء کړي.

نن ټکی آسیا خبري سایټ لیکلي چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلګو استازی «ابرارالله مراد» وایي « د بمونو د مور له غورځولو وروسته، د اچین خلکو ته ګڼ شمېر ستونزې پیدا شوې، د نږدې سیمو خلګ په سرطاني، جلدي او ګڼو نورو ناروغیو اخته دي او حتی واړه او ښځې فلج کېږي او نوي زیږېدلي ماشومان عادي نه دي.»

نوموړي زیاته کړې «په سیمه کې کښت او زراعت ته دروند زیان رسېدلی او داسې مشکلات زیږېدلي، چې سیمه ییز حکومت یې نه شي حل کولی او د اچین خلګ هیله لري چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې له امریکا تاوان وغوښتل شي.»

د ننګرهار د خلګو یو بل استازی «عبدالرووف شپون» هم یادې شوې ستونزې مني او په خبره یې « په اچین ولسوالۍ کې د بمونو د مور اغېزې پاتې دي، د مېندو په بطن کې ماشومان له ناروغیو سره مخ کېږي او یا هم سقط کېږي.»

نوموړي زیاته کړې « د بمونو مور په هغه ځای کې غورځول شوی، له کومه ځایه چې د اچین د خلګو د څښاک اوبه تامینیدې او اوس خلګ په سیمه کې د څښلو د اوبو له کمښت سره مخ دي.»

د بمونو مور چې کابو دوه نیم کاله وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې وغورځول شو، موخه یې د داعش ترهګرو له منځه وړل یاد شول؛ خو د امریکا دا ګام له سخت غبرګون سره مخ شو ځکه چې د سیمې اوسیدونکو ته یې ډیرې ستونزې جوړې کړې دي.