د طالبانو بهرني ملاتړي په افغانستان کښې صلحه نه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86877-د_طالبانو_بهرني_ملاتړي_په_افغانستان_کښې_صلحه_نه_غواړي
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال وویل: د طالب ډلې بهرني ملاتړي په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت اجازه نه ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2019 02:00 Asia/Kabul
  • آرشیو
    آرشیو

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال وویل: د طالب ډلې بهرني ملاتړي په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت اجازه نه ورکوي.

د افغانستان طلوع ټي وي چینل خبر ورکړی چې محمد سرور دانش پرون په کابل کښې په یولړ مراسمو کښې وویل: د افغانستان حکومت په تیرو اتلسو کلونو کښې وښودله چې په دغه هیواد کښې د صلحې او ثبات غوښتونکی دی او تل یې د تضمین لپاره هلې ځلې کوي خو طالبان او د هغوي بهرني ملاتړي یې نه پریږدي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان حکومت او ولس د صلحې ملاتړ کوي خو صلحه باید د تیرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو ساتونکې وي.

«محمد سروردانش» هم داشان وویل: صلحې ته د رسیدو لپاره اول پکار دي د افغان ډلو ترمینځ خبرې اترې وشي او ورپسې دې په افغانستان کښې اوربند اعلان شي.

په دغو دستورو کښې د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرايي مشر عبد ا... عبد ا... هم وویل: د افغانانو اکثریت په دغه هیواد کښې د صلحې د ټینګښت غوښتونکی دی او صلحې ته د رسیدو لاره د خلکو له استازو سره خبرې اترې دي.