د دایکندي ولایت څو کلي له طالبانو آزاد شول
Dec 31, 2019 02:06 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د افغانستان دفاع وزارت د دغه هیواد په دایکندي ولایت کښې د طالبانو له نیواکه د څو کلیو د پاکیدو خبر ورکړ.
د افغانستان دفاع وزارت د دغه هیواد په دایکندي ولایت کښې د طالبانو له نیواکه د څو کلیو د پاکیدو خبر ورکړ.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پرون وویل چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د دایکندي ولایت په کجران ولسوالۍ کښې د طالب ډلې خلاف یولړ عملیاتو کښې لس کلي د دغې ډلې له نیواکه آزاد کړل.
په دغو عملیاتو کښې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور زخمي شوي دي. د افغانستان امنیتي ځواکونو هم داشان څلور طالب وسله وال ژوندي هم نیولې دي.
کجران د دایکندي ولایت یوه ناامنه ولسوالي ده چې طالبان یې په اطرافو کښې پراخ شتون لري.
ټیګونه