افغان امنیتي ځواکونه اتلس کاله وروسته کانتیوا درې ته ننوتل
د افغانستان امنیتي ځواکونه پس له اتلس کلونو وتوانیدل چې د نورستان ولایت کانتیوا درې ته ننوځي.
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، افغان امنیتي ځواکونه د نورستان ولایت د کانتیوا درې ته چې له کونړ ولایت سره په پوله پرته ده او له امنیتی پلوه خورا ستراتیژیکه سیمه ده، ننوتل.
والي وویل اوس به دغلته د بیا رغاوني پروژې شروع شي او حکومت به خلکو ته دټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو پیل وکړي. د نورستان والي زیاته کړه چې د دې سیمې د امنیت خوندې کیدل مخامخ د نورستان د مرکز پارون پر امنیت هم مثبت اغیز کوي.
د نورستان ولایت امنیه قوماندان صابر ارین وایي دکانتیوا درې ته د افغان امنیتي ځواکونو په ورتګ به نه یوازې دا چې په یاده دره کې امنیت خوندي شي بلکی دغلته د پریمانه طبیعي ځنګلونو د پرې کولو او د قیمتي ډبرو د زیرمو د ناقانونه کیندلو مخه به ونیوله شي چې له دې وړاندی به دغه کارکونه په ډیرې بې رحمۍ سره کیدل.
د کانتیوا درې یو قومي مشرمحمداسمعیل قانوني وایي چې دغې درې د یوې ځانګړې ولسوالۍ تشکیلات پوره کړې دي. هغه له مرکزي دولت نه هیله وکړه چې د دې سیمی خلک په تیرو دوه لسیزو کې له هر ډول مرستو بې برخې پاتې دي او کانتیوا درې ته دې د ولسوالۍ تشکیلات منظور کړل شي.
ویل کیږي دنورستان ولایت دکانتیوا دره د وسله والو طالبانو د مشرتابه د اوسیدو او په نورستان کښې د امنیتی ځواکونو پر خلاف د جګړو د رهبرۍ یو پياوړی مرکز هم ګڼل کیده.