ننګرهار کښې پنځه طالب وسله وال مړه او ژوبل شول
Jan 01, 2020 10:25 Asia/Kabul
د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې پنځو تنو وسله والو طالبانو ته د ماین چاودنې له امله مرګ ژوبله واوښتله
له جلال آباده زمونږ د خبریال د رالیږلي خبر له مخې د ننګرهار د والی ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي چې د دې ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په اړونده سیمه کښې د ماین چاودنې له امله د اصیل الدین او اسدالله په نومونو دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور هر یو، منصور،شکور او ملا تور ټپیان شوې دي.
د والي ویاند دغه راز وویل: پولیسو د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کښې هم یو وسله وال طالب له یو میل پیکا ماشیندارۍ سره یو ځای نیولی دی.
خو وسله والو طالبانوتر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلې.
ټیګونه