د افغانستان حکومت ته له تسلیمیدو وروسته
د داعشیانو ځینې کورنۍ پاکستان ته وسپارلې شوې
Jan 10, 2020 02:31 Asia/Kabul
د افغانستان په ختیځ کښې د ننګرهار ولایت، د داعش ډلې د پاکستاني ترهګرو د کورنیو ۱۳۰ غړي پاکستان ته وروسپارل.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل پرون وویل: د داعشي ترهګرو ۵۰ ښځې او ۸۰ ماشومان پس له دې چې هغوي په ننګرهار کښې افغان پوځیانو ته تسلیم شول، په پاکستان کښې قومي مشرانو ته وسپارل شول.
د ننګرهار ولایت قومي مشرانو ویلي چې دغه ښځې او ماشومان که څه هم د داعشیانو کورنۍ دي خو مجرمان نه دي او د افغانستان خلک یې مجرم نه ګڼي.
یاده دې وي چې کابو یوه میاشت مخکښې له زرو زیات داعشیان په ننګرهار ولایت کښې د افغانستان حکومت ته تسلیم شول او ورپسې ولسمشر اشرف غني ننګرهار ته په ورتګ سره د افغانستان په ختیځ کښې د داعش د پاې ته رسیدو اعلان وکړ.
ټیګونه