په ننګرهار کښې د شاتو توليد زيات شوے دے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87179-په_ننګرهار_کښې_د_شاتو_توليد_زيات_شوے_دے
په ختیز ولایت ننګرهار کښې چارواکي وایي دتیر کال په نسبت د شاتو په تولیداتوکې سل ټنه زیاتوالی راغلی دے
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2020 11:05 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کښې د شاتو توليد زيات شوے دے

په ختیز ولایت ننګرهار کښې چارواکي وایي دتیر کال په نسبت د شاتو په تولیداتوکې سل ټنه زیاتوالی راغلی دے

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطا اله خوږیاڼي وويل دوی ته له اړوندو ادارو څخه د ورکول شویو معلوماتوله مخې سږ کال په ننګرهار کې د شاتو دپلورلو له لارې ۱۲۵ ملیونه افغانۍ عواید تر لاسه شویدي.د والي ویاند وایی په ننګرهار کی دشاتو د روزنې شپږ سوه غټ او واړه فارمونه شته چې خواوشاه پنځه ویشت زره صندوقه دشاتو مچې پکې روزل کیږي .

خوږیاڼی وایي سږ کال په دغو فارمونوکښې له دريو زرو زیاتو کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې او پنځه سوه ټنه شات ترې تر لاسه شویدي چې دا د تیرکال دتولید په پرتله څو برابره زیات دے.، دنګرهار د والي ویاند د شاتو د حاصلاتو د زیاتوالي وجه  په دې ولایت کې له امنیتی پلوه د  ورستبو پرمختګونو رامنځته کیدل او د شاتو د مچیو روزنکو ته د فعالیت د ساحې پراخوال په ګوته کوي.

 هغه وایي دشاتو مچیو روزونکی اوس کولای شي د ننګرهار ټولو ولسوالیو کې فعالیت وکړي هغه وایي د ننګرهار والي د دی ولایت دکرنی ریاست ته لارښونه کړې چې د شاتو مچیو د روزولو دکاروبار په پراخولو کې مرسته وکړي او دمصنوعي ځنګلونو په جوړولو سره دا صنعت لا نور هم پراخه کړي. په ننګرهار کې دشاتو مچیو د روزنکو ټولنې مشر  ریاض محمد رودوال وایی اوسمهال په ننګرهار کی د شاتو د مچیو د شپږ سوه فارمونو لپاره یوازی لس د شاتو دپروسس مرکزونه شته چې د نوموړي پر وینا دا بسنه نه کوي او د شاتو د تولید د کاروبار په پراخیدو سره باید د شاتودپروسس وسایل او امکانات هم پراخه کړې شي.هغه وایي دا مهال په ننګرهار کی تولیدشوي شات یوه کیلو په دوه سوه پنځوس افغانۍ پلورل کیږي او پر ننګرهار سربیره د هیواد نورو سیمو ته هم لیږدول کیږي.

داقتصادی چارو کارپوهان وایي که  د چرکانو او کبانو په څیرد شاتو مچیو روزولو ته هم پاملرنه وشي نو لری نه ده چې افغانستان له دې درکه هم په کور دننه خپلې اړتیاوې پوره او ان بهر ته یې د صادرولو جوګه شي.