امریکا له طالبانو غوښتي له ایران سره خپلې اړیکې غوڅې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87297-امریکا_له_طالبانو_غوښتي_له_ایران_سره_خپلې_اړیکې_غوڅې_کړي
حکمتیار وايي چې امریکا دا دوه اصله له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره وار له مخې شرطونو په توګه مطرح کړي دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 15, 2020 12:21 Asia/Kabul
  • امریکا له طالبانو غوښتي له ایران سره خپلې اړیکې غوڅې کړي

حکمتیار وايي چې امریکا دا دوه اصله له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره وار له مخې شرطونو په توګه مطرح کړي دی .

  زمونږ خبریال راپور راکوی  د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې په یوه خبری غونډه کې وویل چې واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلافاتو له زیاتوالي وروسته امریکا له طالبانو غوښتي چې له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړي او همداراز په افغانستان کې د ځينو امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه وکړي.

حکمتیار وايي چې امریکا دا دوه اصله له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره وار له مخې شرطونو په توګه مطرح کړي دی .

طالبانو تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په عین حال کی طالبانو ډلې ته نږدې کس سید اکبر اغا ویلی دی له دغې ډلې سره د امریکا د موافقې لاسلیک کیدا په سیمه کی د ایران او امریکا ترمینځ د وروستیو تاوتریخوالیو د علت په وجه  دوې ، درې اونۍ ځنډیدلی دی .

په قطر کی د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوی سهیل شاهین هم ویلی دی د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې د موافقې متن چمتو دې خو د هغه وخت جوت ندې .

د امریکا او طالبانو خبرو اترو تراوسه د افغان ولس لپاره  کومه نتیجه نده درلودلی او دغه هیواد هماغه راز په جنګ کې ښکیل دې .