طالبان او امریکایان چتي وخت تیروي
د طالبانو او امریکایانو د روغې جوړې خبرې چورلټې ناکامې دی
طالبانو له دې مخکې وئیلی ، هاله د بین الافغانی خبرواترو حاکمیّت منی ، چې ا مریکا له افغانستانه د خپلو عسکرو د بشپړ ویستلو موافقه لاسلیک کړی .
زمونږخبریال د طلوع خبری چینل له قوله راپورراکړ د افغانستان د سولې په چارو کې وزیر سلام رحیمی پرون ناوخته په کابل کې په یوې غونډې کې وئیلی دی ، په تیر یوه کال کې دقطرپه دوحې کې دامریکایانو اوطالبانو ترمینځ د تش په نامه سولې یولس ځله خبرې اترې شوی ، چې تر دې دمه ئې هیڅ نتیجه نه ده درلودلی .
د افغانستان د سولې دچارو وزیر دې ته په اشارې سره چې د کابل حکومت له طالبانو سره روغې جوړې ته تیار دی ، وئیلی دی ، هروخت امریکائی پلاوی له طالبانو څخه د تاؤتریخوالی دکمولو پلان ترلاسه کړ، نو له افغان سیاسی مشرانو سره خبرې اترې کولی شی .
سلام رحیمی همداراز ټینګار کړی ، دافغانستان حکومت له طالبانو غواړی ، چې د خبرواترو دپیلولولپاره دې اور بند ته غاړه کیږدی څو تل پاتې او باؤری سوله ترلاسه شی .
طالبانو له دې مخکې وئیلی ، هاله د بین الافغانی خبرواترو حاکمیّت منی ، چې ا مریکا له افغانستانه د خپلو عسکرو د بشپړ ویستلو موافقه لاسلیک کړی .
له طالبانو سره دامریکا د تش په نامه سولې ناکامې او بې نتیجې خبرې اترې په داسې شرائطو کې دی چې اسلامی ایران تل دافغانستان د ملی او دینی ارزښتونو او ګټو په اساس د سولې د پلان په اجرا ټینګار کړی دی .