کونړ کښې له پنځوسو زیات ماینونه نیول شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87405-کونړ_کښې_له_پنځوسو_زیات_ماینونه_نیول_شوې_دي
د افغانستان په ختیځ ولای کونړ کښې له پنځوسو زیات د پاکستان جوړ پرسونل ضد ماینونه ونیول شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2020 03:18 Asia/Kabul
  • کونړ کښې له پنځوسو زیات ماینونه نیول شوې دي

د افغانستان په ختیځ ولای کونړ کښې له پنځوسو زیات د پاکستان جوړ پرسونل ضد ماینونه ونیول شول.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د کونړ د والي ویاندعبدالغني مصمم وایي، د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو د دې ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د کنجګل په دره کښې په تر سره کړو عملیاتو کښې هغه څلور پنځوس کړۍ پرسونل ضده ماینونه کشف او تر لاسه کړل چې د ده په وینا په پاکستان کې جوړ شوې وو.

ښاغلي مصمم وویل: د هغه معلوماتو پر بنسټ چې د ملي امنیت ادارې ولایت مقام ورکړي، دغه ماینونه د پاکستان پوځي استخباراتو ISI د دغه هیواد د لشکر طيبه ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې پوځي قوماندان محمود ته وراستولې وو چې په ترهګرو کړنو کې ترې کار واخلې خو موخې ته له رسیدو وړاندې ونیول شول.

د کونړ د والي ویاند دا ونه ویل چې له دې ماینونو سره څوک نیول شوې هم دي اوکه نه.