قندوز کښې د طالبانو مهمه اډه ورانه شوه
Jan 21, 2020 04:09 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي اردو ځواکونو د هیواد په شمال کښې د طالب ډلې خلاف عملیاتو کښې د دغې ډلې اصلي اډه ورانه کړه.
د افغانستان دفاع وزارت پرون وویل چې د قندوز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کښې د طالبانو مهمه اډه له مینځه تلې ده.
په عین حال کښې د افغانستان په شمال کښې د پوځي قومندانۍ ویاند حنیف رضايي هم ویلي چې د شمالي ولایت فاریاب په قرمقول ولسوالۍ کښې د طالبانو مشر، په حقیار مشهور ملا ابراهیم سره د خپل یو ملګري د ملي اردو د ځواکونو په عملیاتو کښې وژل شوی دی.
هم داشان وړمه شپه د افغانستان په مختلو سیمو کښې د طالب ډلې خلاف د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو په عملیاتو کښې د یادې ډلې اتلس غړي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوې دي.
ټیګونه