داشرف غني کړنې د ملی وحدت د موافقې خلاف ورزي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87542-داشرف_غني_کړنې_د_ملی_وحدت_د_موافقې_خلاف_ورزي_ده
د افغانستان د ملی وحدت حکومت اجرائي شورا مشر خبرداری ورکړی ،ددغه بهیر په دوام سره به ، داجرائي شورا مشري هم په دې اړه لازمې فیصلې وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2020 01:58 Asia/Kabul
  • داشرف  غني کړنې د ملی وحدت د موافقې خلاف ورزي ده

د افغانستان د ملی وحدت حکومت اجرائي شورا مشر خبرداری ورکړی ،ددغه بهیر په دوام سره به ، داجرائي شورا مشري هم په دې اړه لازمې فیصلې وکړي .

زمونږخبریال راپورراکړ  د افغانستان د  ملی وحدت حکومت د اجرائي شورا مشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو غوره کاندید عبدا..عبدا....پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې د ولسمشر اشرف غني له خوا د مسئولینو اوچارواکو ځاي په ځاي کولو ته  په اشارې سره  وئيلی دي ،د افغانستان د ولسمشر دغه کار د  ملی وحدت  حکومت د موافقې خلاف ورزي ده .

 د افغانستان د ملی وحدت حکومت اجرائي شورا مشر خبرداری ورکړی ،ددغه بهیر په دوام سره به ،د اجرائي شورا مشري  هم په دې اړه لازمې فیصلې وکړي .

 هغه د مسئولانو په منصوبولو او لیرې کولو کې  د افغان ولسمشر یوا ړخیزو کارونو نتیجه   پراخ فساد وبالۀ او روښانه ئې کړې ،  دم لی وحدت حکومت له موافقې پرته ، دغه حکومت رواوالی نه لري .

 د افغانستان د ملی وحدت حکومت د موافقې په اساس اشرف غني او عبدا...عبدا...هر یو په قدرت کې پنځوس فی صده برخه لری او دحکومتي څوکیو او چارواکو منصوبول اولیرې کول باید د دواړو په مشورو  سره ترسره شي .