غزني کښې پریوتې الوتکه د بهرنیانو ده
دغزني والي وویل، کومه الوتکه چې پرون د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په سدوخیل سیمه کښې نسکوره شوې ده، د یو بهرني شرکت ده.
د ایرنا د خبر له مخې وحید الله کلیمزي پرون خبریالانو ته په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د الوتکې د نسکوریدو سیمې ته یو ټیم استول شوی دی، وویل: له دې امله چې الوتکه په بشپړ ډول سوزیدلې ده، د پيژندلو وړ نه ده.
هغه زیاته کړه چې تراوسه یوازې د پایلټ او د دوو نورو کسانو مړي له الوتکې رایستل شوې دي.
عیني شاهدانو ویلي چې له پریوتو وروسته هم څو ساعتونه په دغې الوتکې اور بلیده.
خو یوې بلې سرچینې له نسکورې شوې الوتکې څخه د لسګونو مړو د رایستل کیدو خبر ورکړی دی.
په عین حال کښې طالبانو ادعا کړې چې په غزني کښې راپریوتې الوتکه د امریکې یوه پوځي الوتکه ده چې دغې ډلې نسکوره کړې ده.
طالبانو وايي غزني کښې لویدلې الوتکه د امریکايي پوځیانو وه او دې ډلې نسکوره کړې ده
د طالب ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې دې ډلې پرون په غزني ولایت کښې د نیواکګرو امریکايي پوځیانو الوتکه نسکوره کړه او په کښې د دغه هیواد د پوځ او هم داشان د استخباراتي ادارې (سي، آيي، ای) ګڼ افسران او ځواکونه وژل شوې دي.
له بلې خوا د افغانستان د هوايي چلند د ادارې د هوايي خدماتو د تنظیم مشر غلام محمد معصومي هم تاییده کړې چې په غزني ولایت کښې لویدلې الوتکه د بهرنیو پوځیانو وه.
طالبان د الوتکې د غورځیدو د ځاې په کلابندولو سره هغې ته د نزدې کیدو اجازه نه ورکوي.
خو په افغانستان دیره بهرنيو او د امریکې ترهګر پوځیانو تراوسه په دې اړه هیڅ نه دي ویلې.