دوحه کښې د امریکې او طالبانو مذاکرات بند شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87567-دوحه_کښې_د_امریکې_او_طالبانو_مذاکرات_بند_شول
افغان سرچینو د قطر په دوحه کښې د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د خبرواترو د پروسې د ودریدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2020 02:23 Asia/Kabul
  • دوحه کښې د امریکې او طالبانو مذاکرات بند شول

افغان سرچینو د قطر په دوحه کښې د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د خبرواترو د پروسې د ودریدو خبر ورکړی دی.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د راهِ نجات عالي شورا مشر سید اکبر آغا چې پخوا د طالبانو په مشرانو کښې شامل و، وویل: د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې خبرې اترې چې د قطر پ دوحه کښې روانې وې، بندې شوې دي.

هغه زیاته کړه: امریکایانو له طالب ډلې غوښتي چې تشدد او تاؤتریخوالی کم کړي خو طالبانو د امریکې دا غوښتنه نه ده منلې.

د افغانستان د راه نجات عالي شورا مشر وايي چې د ده د معلوماتو له مخې په یادو مذاکراتو کښې د امریکايي پلاوي سرپرست او د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړی استازی ځلمی خلیل زاد له دوحې وتلی او ممکنه ده کابل او یا بروکسل ته تلی وي.

دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکښې هم د امریکې او طالبانو ترمینځ مذاکرات په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو د هدف ګرځولو په وجه بند شوې وو.