له الوتکې وروسته
طالبانو یوه پوځي چورلکه نسکوره کړه
Jan 28, 2020 02:33 Asia/Kabul
طالبان وايي چې په یادې چورلکې کښې سپاره ټول کسان وژل شوې دي.
د افغانستان په غزني ولایت کښې د امریکايي ځواکونو د یوې وړونکې الوتکې د نسکوریدو په هکله د رپورټونو له خپریدو وروسته رسنیو د دغه هیواد په سویل ختیځ کښې د طالبانو په لاس د یو پوځي هیلي کوپټر د نسکوریدو خبر ورکړ.
د تسنیم خبري آژانس سیمه ایز دفتر ویلي چې طالبانو پرون په یوې خبرپاڼې کښې د هیواد د سویل ختیځ په په پکتیکا ولایت کښې د افغانستان د ملي اردو د یوې چورلکې د نسکورولو خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد پرون مازیګر په یوه بله خبرپاڼه کښې وویل چې دغې ډلې په پکتیکا ولایت کښې د افغانستان د پوځ یو هیلي کوپټر ویشتی او نسکور کړی دی.
طالبان وايي چې په یادې چورلکې کښې سپاره ټول کسان وژل شوې دي.
ټیګونه