په افغانستان کې یو شمیرپوځيان او طالب کمانډران وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87599-په_افغانستان_کې_یو_شمیرپوځيان_او_طالب_کمانډران_وژل_شوي
خو د افغانستان د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې حملې پړه په غاړه اخستې او وئيلي ئې دي ، په دغې حملې کې ۳۵ افغان پوځيان وژل شوي او څلور نور ئې روغ نیولي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 29, 2020 10:19 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې یو شمیرپوځيان او طالب کمانډران وژل شوي

خو د افغانستان د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې حملې پړه په غاړه اخستې او وئيلي ئې دي ، په دغې حملې کې ۳۵ افغان پوځيان وژل شوي او څلور نور ئې روغ نیولي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان په شمال کې د کندوز د ولایتي شورا مرستیال  صفی ا... امیري  نن په په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، وسلوالو طالبانو د کندوز  په دشت ارچي ولسوالۍ کې  د افغان پوځيانو پر پستې برید کړی ، چې له امله ئې  دولس عسکر او یو پولیس وژل شوي دي .

 په دغې حملې کې  چې  د نښتې لامل شوي ،  اته پوځيان  او څلور پولیس ټپیان شوي هم دي .

 د افغانستان د طالبانو ډلې یوه  ویندوي ذبیح ا... مجاهد  هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې  حملې پړه په غاړه اخستې او وئيلي ئې دي ،  په دغې حملې کې ۳۵ افغان پوځيان وژل شوي او  څلور نور ئې روغ نیولي دي .

له دې سره په یووخت د افغانستان د هرات د والی ویندوي جیلاني فرهاد هم وئيلي دي دهرات ولایت په زاول  ولسوالۍ کې  د طالبانو په مورچلو په هوائي بمباریو کې د  طا لبانو دوه مهم کمانډران  سره د یوشمیر وسلوالو وژل شوي او د هغوي وسلې  او تجهیزات هم تباه کړائ شوي دي .

 دا په داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې  د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمینځ  وسلوالې نښتې او اخ و ډب په اوڅاره توګه زیات شوی دی .