امریکایانوتیرکال په افغانانو۷زره۴۲۳بمونه غورځولي
د افغانستان زیاتره سیاستوالان ، چارواکي او ولس پخپل هیواد کې د ترینګلتیاؤ لامل همدغه امریکائي ترهه ګر پوځ ګڼي او له خپل هیواده د دوي د زرترزره د وتلو غوښتونکي دي .
فرانس پریس آژانس د افغانستان د خبرو سرچینو له قوله پرون ناوخته راپور ورکړی، امریکائی پوځیانو په ۲۰۱۹کال کې په جنګ ځپلي افغانستان بیلابیلو سیمو کې کابو اوه زره څلور سوه درویشت بمونه د خلکو په سر غورځولي دي ، چې په تیرو لسو کلونو کې یو نوی ریکارډ حسابیږي .
د امریکا هوائي ځواک احصائې ښئ چې په تیرو لسو کلونو کې دغه شمیر بې مخینې ده او په ۲۰۱۵کال کې د افغانستان د بمباریو په نسبت اوه برابره زیات دی او داپه داسې حال کې دي چې امریکائي پوځیانو په کرتو عام خلک په شیشت کې راوستي دي او پرې ئې بمبارۍ کړي دي .
ملګروملتو هم څه موده مخکې په افغانستان کې د امریکائي پوځ دعملیاتو له امله د عامو افغانانو د مرګ ژوبلو په زیاتیدا اندیښنه ښودلې وه .
د ملګروملتو دراپور په اساس،په ۲۰۱۸کال کې په افغانستان کې د امریکائی پوځ په هوائي حملو کې کابو څلور سوه عام خلک وژل شوي او دوه سوه څلویښټ نور ټپيان شوي وو ،خو خپلواکه سرچینې دغه شمیر دوه چنده ښئ.
امریکا او متحدانو ئې په ۲۰۰۱کال کې په افغانستان کې د امنیت د تامینولو او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په دغه هیواد یرغل وکړ ، خو له هغه وخته تر دې دمه په افغانستان کې ترهه ګري ، ناکراري او د نشه ایزو توکو کر اوتولید په اوڅاره توګه څو چنده زیات شوی دی . د افغانستان زیاتره سیاستوالان ، چارواکي او ولس پخپل هیواد کې د ترینګلتیاؤ لامل همدغه امریکائي ترهه ګر پوځ ګڼي او له خپل هیواده د دوي د زرترزره د وتلو غوښتونکي دي .