د یو افغان دوکاندار په زړه پورې کیسه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87662-د_یو_افغان_دوکاندار_په_زړه_پورې_کیسه
په دې وخت کي یوه ښځه دوکان ته راغله او ویې ویل:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2020 08:28 Asia/Kabul
  • د یو افغان دوکاندار په زړه پورې کیسه

په دې وخت کي یوه ښځه دوکان ته راغله او ویې ویل:

سړی دوکان ته ننوت، دکاندار نه یې و پوښتل؟

کیلې په څو دي؟

-  په دولس افغانۍ

- او مڼې په څو دي؟

- لس افغانۍ

په دې وخت کي یوه ښځه دوکان ته راغله او ویې ویل:

- یو درجن کېلې غواړم، په څو دي؟

دکاندار وویل: درې افغانۍ او مڼې کېلو په دوه افغانۍ دي

ښځي الحمد الله وویل

مخکيني سړي په ډيره غوسه دکاندار ته و کتل. وړاندي له دې، چې څه ووايي، د کاندار ورته سترګه ووهله، چي غږ ونکړې.

ښځې توکي واخستل او په خوښۍ خوښۍ، یې دا خبره تکراروله او له دوکانه ووته (( یا الله شکر دی، زما اولادونه به په دې مېوې زیات خوشحاله شي))

د ښځي تر تګ وروسته د کاندار لومړي سړي ته وکتل او و یې ویل: الله شاهد دی، ما تاته هېڅ فریب نه دی درکړی

دا ښځه د څلورو یتیمو ماشومانو مور ده، له هېچا هېڅ ډول مرسته نه غواړي. ما څو ځلي کوښښ کړی، مګر هر ځل ناکام شوی یم.

اوس له دې طریقې کار اخلم، چي کله راشي نو نرخ ورته دومره کښته وایم، چي ددې وس ورباندي ورسیږي.

زه غواړم، چي دا ښځه پرې همداسي قایمه پاتې شي، داسي احساس کړي، چي زه له الله پرته هېچا ته احتیاجه نه یم.

دا کار زه د الله لپاره کوم او د هغه د رضا او خوښۍ غوښتونکی یم

دکاندار زیاته کړه: دا ښځه په اونۍ کي یو ځل راځي. الله شاهد دی، چي هغه ورځ مي تر نورو ورځو دوه برابره سودا کوم.

د سړي په سترګو کي اوښکي راغلې، ور وړاندي شو د دکاندار تندی یې مچ کړ او ویې ویل:

په الله قسم د خلکو د اړتیا پوره کولو په خوند هغه څوک پوهیږي، چي خوند یې کتلی وي.