طالبانو په غور ولایت کښې یوه جینۍ سنګسار کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87683-طالبانو_په_غور_ولایت_کښې_یوه_جینۍ_سنګسار_کړه
طالبانو د افغاسنتان په مرکز غور ولایت کښې یوه ۱۷ کلنه جینۍ په ډیرې بې رحمۍ سره سنګسار کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2020 04:18 Asia/Kabul
  • طالبانو په غور ولایت کښې یوه جینۍ سنګسار کړه

طالبانو د افغاسنتان په مرکز غور ولایت کښې یوه ۱۷ کلنه جینۍ په ډیرې بې رحمۍ سره سنګسار کړې ده.

آوا خبري آژانس لیکلي چې دغه ۱۷ کلنه افغان پيغله چې شل ورځې مخکښې یې د جنسي اړیکو په تور نیولې وه، پرون د غور ولایت په تیوَره ولسوالۍ کښې سنګساره کړه.

په ټولنیزو شبکو کښې د دغې افغان جینۍ د سنګساریدو د خبر خپریدو ډیر غبرګونونه راپارولې دي.

د افغاسنتان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پرون د طالبانو له دغه کاره اندیښنه وښودله او خفګان یې پرې څرګند کړ.

طالبانو تیره پنجشنبه هم د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ په سرجنګل کلي کښې یو سړی د افغانستان له حکومت سره د ملګرتیا په وجه چلماري کړی و.