له افغان ولسمشر سره د زلمي خليل زاد خبرې اترې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87692-له_افغان_ولسمشر_سره_د_زلمي_خليل_زاد_خبرې_اترې
د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازے پاکستان ته له سفر وروسته کابل ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2020 10:14 Asia/Kabul
  • له افغان ولسمشر سره د زلمي خليل زاد خبرې اترې

د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازے پاکستان ته له سفر وروسته کابل ته لاړ.

زلمي خليل زاد پرون کابل ته له رسېدو سره سم له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتنه او له طالبانو سره د مذاکراتو د بهير د نتائجو په باره کښې يې ورسره خبرې اترې وکړې.

دغه افغان تباره امريکائي ډېپلومېټ کابل ته له سفر نه مخکښې اسلام آباد ته په خپل سفر کښې د پاکستان د خارجه وزير شاه محمود قريشي، او د فوځ د مشر قمر جاوېد باجوه په شمول د دغه هېواد له ځينو چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د پاکستان خارجه وزير په دغه کتنه کښې د افغانستان د بحران د هواري لپاره د اسلام آباد د هلو ځلو په دوام تاکيد وکړ.

تر اوسه د قطر په پائتخت دوحه کښې د طالبانو او امريکې ترمېنځ د خبرو اترو يولس پړاونه ترسره شوي او د افغان ولس لپاره يې څه نتيجه نه ده لرلې او په دغه هېواد کښې جنګ او ترهه ګري هم هغه شان مخ په زياتېدو ده.

کابل ته د خليل زاد سفر په دوحه کښې د قطر په کورباتوب له طالب ډلې سره له خبرو اترو وروسته د هغه لپاره په يوې معمولي رويې بدل شوے دے.

په قطر کښې له طالبانو سره د افغانستان په چاروکښې د امريکې د خاص استازي په مخکښېنيو خبرو اترو کښې دۀ د خبرو اترو د محتوا د څېړنې لپاره په عامه توګه کابل ته سفر کړے او د دغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره يې د نظر تبادله کړې ده.

له اشرف غني سره د خليل زاد تازه کتنه په داسې حال کښې شوے ده چې په افغانستان کښې د تاوتريخوالي د کمېدو لپاره له طالب ډلې  څخه د امريکې له غوښتنې سره د افغان حکومت مخالفت د سپينې ماڼۍ د چارواکو له ناراضګۍ سره مخامخ شوے دے.

د افغان حکومت له نظره د طالبانو لخوا د تاوتريخوالو کمول د دغه هېواد د خلقو اصلي غوښتنه نه ده بلکه دغه ډله بايد د جنګ د خاتمې او د دائمي ډزبندۍ د ټينګولو لپاره چمتو شي.

د امريکې د چارواکو په اند که طالبان په افغانستان کښې د تاوتريخوالو کمولو ته غاړه کيږي نو دغه مسئله به د دغه هېواد د خلقو په ګټه وي.

دا په  داسې حال کښې دي چې  طالب ډلې ته د تاوتريخوالو د کمولو د پلان په وړاندې کولو سره په وړومبني ګام کښې په افغانستان کښې د خپلو فوځيانو د سر ساتنې د اندازې د زياتولو په تکل کښې ده چې دا مسئله د کابل د حکومت د چارواکو له نظره لرې نه ده پاتې.

البته په افغانستان کښې د سياسي ډلو ځينې مشران په دغه هېواد کښې د طالبانو د تاوتريخولو په کمولو کښې د امريکې له ګټو نه په تېرېدو په دې باوري دي چې که دغه ډله د تاتريخوالي کمولو ته غاړه کيږي، نو دا فېصله له طالب ډلې سره د صلحې د دائمي موافقې حاصلولو ته اميدونه زياتولې شي.

د صلحې د مسئلې په باره کښې د کابل په غونډه کښې يو شمېر ګډونکونکو د تاوتريخوالو د کمولو پلان ته د افغان حکومت منفي ځواب يو ډول له صلحې سره مخالفت وبلۀ چې د بين لافغاني خبرو اترو ړنده غوټه پرانېستې شي.

خليل زاد چې د طالبانو لخوا د تاوتريخوالي کمول په افغانستان کښې د امريکې د ګټو د تامينولو لپاره مخ په وړاندې يو ګام بولي، کابل ته له سفر نه مخکښې پاکستان ته لاړ چې د دغه پلان د عملي کېدولپاره د دغه هېواد مرسته ترلاسه کړي.

له پاکستان او افغانستان څخه د خليل زاد د هيلو پوره کېدل په دوو بيله بيلو لارو کښې له مشکل سره مخامخ دي. هغه له پاکستانه غواړي چې طالبان دې د تاوتريخوالو کمولو ته راضي کړي او له افغانستانه هم له داسې يو پلان سره د موافقت غوښتونکے دے.

----------