د امريکې په نويو غوښتنو د طالبانو نيوکه
Feb 03, 2020 02:06 Asia/Kabul
په قطر کښې د طالبانو د سياسي دفتر وياند وويل، د امريکې نوې غوښتنې له دغه هېواد سره د خبرو اترو خنډ دے.
د اېسنا د رپوټ له مخې سهېل شاهين وويل، له امريکې سره د طالبانوخبرې اترې د هغو نويو غوښتنو په وجه چې دغه هېواد مطرح کړې ده څه پرمختګ نه دے لرلے.
سهېل شاهين د له طالب ډلې سره په خبرو اترو کښې د امريکې د نويو غوښتنو جزئياتو ته څه اشاره ونه کړه خو د ځينو رپوټونو له مخې د دواړو خواو اختلاف له طالب ډلې سره د موافقې په بدله کښې د دغې ډلې لخوا د ډزبندۍ د اعلان په باره کښې دے.
په دې وروستيو کښې د امريکې خاص استازي زلمي خليل زاد له طالب ډلې سره د موافقې په بدل کښې د دغې ډلې لخوا پوره ډزبندۍ د اعلان غوښتنه وکړه خو طالبانو وويل چې د وروستۍ موافقې له لاسلېکدو وروسته به دغه مسئله وڅېړي.
ټیګونه