په افغانستان کې اینټرنیټ ولې دومره ګران دې ؟
Feb 03, 2020 09:44 Asia/Kabul
د مخابراتو وزارت په انټرنېټي شبکو او مخابراتي شرکتونو یو جي بي انټرنېټ په ۹ افغانۍ پلوري خو دغه شرکتونه خپلو پېرېدونکو ته یو جي بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانۍ ورکوي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وايي، د مخابراتو وزارت په انټرنېټي شبکو او مخابراتي شرکتونو یو جي بي انټرنېټ په ۹ افغانۍ پلوري خو دغه شرکتونه خپلو پېرېدونکو ته یو جي بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانۍ ورکوي.
دی وايي، مخابراتي شرکتونه باید په دې اړه وضاحت ورکړي، چې ولې انټرنېټ په دومره لوړه بیه پلوري.
د افغانستان د مخابراتو وزارت له تېرو څو میاشتو راهیسې ژمنه کوي، چې د انټرنېټ بیې به راکمې کړي؛ خو تراوسه مخابراتي شرکتونه په خپلو پېرېدونکو په لوړه بیه انټرنېټ پلوري.
ټیګونه