په افغانستان کې اینټرنیټ ولې دومره ګران دې ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87711-په_افغانستان_کې_اینټرنیټ_ولې_دومره_ګران_دې
د مخابراتو وزارت په انټرنېټي شبکو او مخابراتي شرکتونو یو جي بي انټرنېټ په ۹ افغانۍ پلوري خو دغه شرکتونه خپلو پېرېدونکو ته یو جي بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانۍ ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2020 09:44 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې اینټرنیټ ولې دومره ګران دې ؟

د مخابراتو وزارت په انټرنېټي شبکو او مخابراتي شرکتونو یو جي بي انټرنېټ په ۹ افغانۍ پلوري خو دغه شرکتونه خپلو پېرېدونکو ته یو جي بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانۍ ورکوي.

 

د افغانستان د  مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وايي، د مخابراتو وزارت په انټرنېټي شبکو او مخابراتي شرکتونو یو جي بي انټرنېټ په ۹ افغانۍ پلوري خو دغه شرکتونه خپلو پېرېدونکو ته یو جي بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانۍ ورکوي.

دی وايي، مخابراتي شرکتونه باید په دې اړه وضاحت ورکړي، چې ولې انټرنېټ په دومره لوړه بیه پلوري.

د افغانستان د مخابراتو وزارت له تېرو څو میاشتو راهیسې ژمنه کوي، چې د انټرنېټ بیې به راکمې کړي؛ خو تراوسه مخابراتي شرکتونه په خپلو پېرېدونکو په لوړه بیه انټرنېټ پلوري.