امریکې بیا په بیګناه افغانانو هوايي بریدونه وکړل
Feb 04, 2020 04:12 Asia/Kabul
په افغانستان کښې په څو کورونو، یو ښوونځي او یو کلینک باندې د امریکې د هوايي بریدونو له امله څو ملکي وګړي مړه او ژوبل شول.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د طالب ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد پرون وویل چې د شمالي ولایت قندوز د ګل تپه ولسوالۍ په باغ شرکت سیمې باندې د امریکې په هوايي حمله کښې د درملنې یو مرکز، یو ښوونځی او څو کورونه وران ویجاړ شول.
د طالبانو په بیانیه کښې هم داشان راغلې دي چې د امریکايي ځواکونو د هوايي بمبارۍ له امله یادې ودانۍ ویجاړې شوې دي او د کلینک کارکونکي او د ښوونځي ساتونکي زخمي شول.
د طالبانو یو بل ویاند قاري یوسف احمدي هم د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د ارزګان ولایت د ترینکوټ ولسوالۍ په ده جوزا سیمه کښې د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډه حمله کښې دوه کورونه وران شول.
ټیګونه