د پیړۍ معامله غیر انساني او د فلسطین پرضد ده
زمونږ خبریال وايي د افغانستان یوه (۱) مشهور دیني عالم مولوي خداداد صالح د پیړۍ د معاملې شرمونکی امریکايي صهیونیسټي پلان د فلسطین د ملت پرضد او غیر انساني وباله .
د افغانستان د اهل سنتو یوه(۱) مشهور عالم او د دغه هیواد د لویدیځ د حوزې د علماو د شورا مشر مولوي خداداد صالح نن په هرات ښار کښې په مراسمو کښې وویل کافرانو د مسلمانانو د ځمکو د نیولو لپاره د سولې په پلمه د نیواکي فلسطین لپاره کاملا یو اړخیزه پلان مطرح کړ چې د فلسطین د خلکو ځمکې د اسرائیلو په نیواکګر رژیم خرڅې کړي .
مولوي خدا داد ټینګار وکړ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نشي کولای د مسلمانانو ځمکې صهیونیسټ رژیم ته وسپاري .
د امریکا ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې په یواړخیزه اقدام او د فلسطیني لورو د نظر د جلبولو او د سیمې او د نړۍ د هیوادونو له ځان سره د ملګري کولو لپاره میاشتو میاشتو ماتیو ته له پام کولو پرته د پیړۍ د معاملې په نوم صهیونیسټي شرمونکی پلان وړاندې کړ .
د امریکا د دغه پلان پراساس چې د سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو او د بحرین په شمول د ځینو عربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقت سره برابر شوی قدس شریف صهیونیسټ رژیم ته ورکول کیږي او په نورو هیوادونو کښې فلسطیني کډوال به هم خپل هیواد ته د بیرته ستنیدا حق ونلري او فلسطین به یوازې په غزې تړانګې او د اردن سین په لویدیځې غاړې کښې د پاتې ځمکو مالکیت پرغاړه ولري .