امریکا،طالبان او بین الافغاني خبرې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87771-امریکا_طالبان_او_بین_الافغاني_خبرې
د افغانستان د حکومت ، ولس ، رسندویو او سیاسی ډلو ټپلو له نظره ، هغه خبرې اترې چې په افغانستان کې د سولې اوثبات دټينګیدا لپاره له طالبانو سره د نورو هیوادونو په وسیله ترسره کیږي ، په دغه هیواد کې به د جنګ پاي ته په رسولو کې اغیزشیندونکي نه وي او یوازې هاله دملی پخلاینې هغه پروګرام ته هیله مند کیدلی شي ، چې د افغانانو ترمینځ دسولې خبرې اترې ترسره شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2020 12:15 Asia/Kabul
  • امریکا،طالبان او  بین الافغاني خبرې

د افغانستان د حکومت ، ولس ، رسندویو او سیاسی ډلو ټپلو له نظره ، هغه خبرې اترې چې په افغانستان کې د سولې اوثبات دټينګیدا لپاره له طالبانو سره د نورو هیوادونو په وسیله ترسره کیږي ، په دغه هیواد کې به د جنګ پاي ته په رسولو کې اغیزشیندونکي نه وي او یوازې هاله دملی پخلاینې هغه پروګرام ته هیله مند کیدلی شي ، چې د افغانانو ترمینځ دسولې خبرې اترې ترسره شي .

 د افغانستان د حزب اسلامی ګوند مشر پر طالبانو ډلې غږ کړی ، د امریکا په  ځاي دې له  افغانانو سره د روغې جوړې خبرې اترې وکړي .

ګلبدین حکمت یار په دغې غوښتنې کې وئيلي ، طالبان او افغانانباید د موقتي حکومت د جوړیدا، د اور بندد رامینځةکیدا  او  دشفافو انتخاباتو دترسره کیدا په باب  سره خبرې اترې او موافقه وکړي .

 هغه زیاته کړې ، امریکا  په افغانستان کې ماته خوړلې ده  او دهغوي حکومت  د خپل ولس او دنړیوالې ټولنې تر دباؤ لاندې  ورغلی دی .

د افغانستان د حزب اسلامی  ګوند مشر  دې ته په اشارې سره چې  دغه هیوادد بهرنیو لاسوهنو له  امله په کنډوالې بدل شوی او بهرني ځواکونه په افغانستان کې د جنګ او بې ثباتیو عامل دي،ټينګار کړی،امریکا باید دغه هیواد ته  د اړول شوو تاوانونو ګرمه ورکړي  او دا موضوع د احتمالی موافقې  په متن کې هم  ورځاي شي .

Image Caption

 

 حکمتیار ددې په باب چې طالبان د امریکاپه ځاي  له افغانانو سره خبرې اترې وکړي،د هغه کړچار په چوکاټ کې دی،چې  په افغانستان کې د سولې د ټينګولو د حقیقي  لارو چارو په باب موجود دی .

 د افغانستان د  حکومت ، ولس ، رسندویو  او سیاسی ډلو ټپلو له نظره ، هغه خبرې اترې چې په افغانستان کې  د  سولې اوثبات  دټينګیدا لپاره له طالبانو  سره د نورو هیوادونو په وسیله  ترسره کیږي ، په دغه هیواد کې به د جنګ پاي ته په رسولو کې اغیزشیندونکي نه وي  او یوازې هاله دملی پخلاینې   هغه پروګرام ته هیله مند کیدلی شي ، چې  د افغانانو  ترمینځ  دسولې خبرې اترې ترسره شي . 

 سره له دې  چې  د  قطر په دوحې کې د طالبانو او امریکا  داستازو ترمینځ د خبرو اترو  یولس پړاؤنه  بې نتیجې پاتې دي ، خو  دغه لیدتوګه  هم مطرح ده چې حتی که  دغه خبرې اترې  هم کومه  نتیجه ورکړي ، نو د افغانستان د حکومت  له ملګرتیا او همکارۍ پرته  په دغه هیواد کې د جنګ د دریدا امکان نه برابروي  او هماغه راز  به په دغه هیواد کې د جنګ او تاؤتریخوالي لمبې  نوره هم په زیاتیدا وي .

 په همدې دلیل ده چې  د افغانستان لوړپوړو حکومتي ، پارلیماني چارواکو او ولس  په کرتو وئيلي دي ،چې د امریکا او طالبانو خبرې اترې  او حتی د دوي احتمالی موافقه  په افغانستان کې د سولې لپاره وروستی ګام نه دی ، او  په دغه هیواد کې د جنګ او نښتو د دوام او ترینګلتیاؤ تاله ، د کابل د حکومت او طالبانو ترمینځ  دخبرواترو د ترسره کیدا په کِلۍ سره پرانیستل کیږي  .

Image Caption

 

  د افغانستان حکومت په کرتو وئيلي دي  چې د سولې د خبرواترو په بهیر د امریکا د سترګو  په پټولو کې ددغه هیواد سیاست،په افغانستان کې د سولې د ټینګیدا له ضرورتونو سره اړونده واقعیّتونوته د غاړه نه کیښودلو له امله دی ،چې یوازینی نتیجه ئې،په دغه هیواد کې د جنګ  او دپاي  ځنډيدا او د ناکراریو دوام دی .

په دې باب د سیاسی چارو یوکارپوه فضل الرحمن هم په یولړ څرګندونوکې  چې صدای افغان خبری آژانس خپرې کړي، وئيلی دي،د هغو ظرفیّتونو په نظر کې په درلودلو سره چې د افغانستان  حکومت  په دننه کې شته ،د سیاسی فعالانو په ملګرتیا سره   ددغه هیواد دسولې بهیر په  بین الافغاني خبرو سره تعقیبولی شي ، چې  بهرنیو لاسوهنو ته هیڅ ضرورت نه پریږدي .

د افغانستان په حکومتاو ولس کې دا اندیښنه شته چې امریکا له طالبانو سره دسولې په خبرواترو کې د کابل حکومت په نیابت ځيني داسې ژمني  مطرح کړي ، چې د افغانستان د اساسی قانون،د ملی حاکمیّت او ګټو په خلاف وي چې  په داسې بڼه کې به د سپینې ماڼۍ  له خوا ددغه شان کړچار تاوانونه ، ددغه هیواد د خلکو لپاره د جنګ او تاؤتریخوالو له شرائطو څخه  لازیات  وي . 

په دغه شان شرائطو کېد امریکا له ځانګړي استازي د افغان حکومت تمې چېدسولې په خبرواترو کېاصلي رول لري،دا دي چې دخبرواترو له لارېد بین الافغاني خبرواترو لپاره زمینه برابره کړي څو دافغانستان  حکومت او قانوني اورګانونه،د اساسی قانون له امله د رواوالو په اساس،د سولې د هر ډول احتمالي موافقې د اجرائي کیدا لپاره لازم ضمانتونه وړاندې کړي .