د اور بند یا د تاؤتریخوالو د کمولو موضوع له امریکا سره له خبرو اترو ورتیر،پخپله د افغانانو ترمینځ د خبرواترو یو مورد دی
د بین ا لافغاني خبرواترو په باب د روسیې دریځ
په دې باب دضمیرکابلوف څرګندونې چې د بین الافغاني خبرواترو پیلیدا ، د امریکا او طالبانو ترمینځ دسولې د موافقې لاسلیک کیدا ته اړتیا لري ، دا معنا لري ، تر څو چې دغه ډله له افغانستانه د بهرنیو عسکرو تر بشپړ وتلو په باب ډاډمنه نشي ،نو د افغانستان له حکومت او په دغه هیواد کې د سولې پر ټينګیداد اغیز شیندونکو ډلو سره دخبرواترو پیلولو ته تیاره نه ده .
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي له امریکا سره د طالبانوډلې د سولې د موافقې لاسلیک کیدا د بین الافغاني خبرواترو د پيلیدا وارمخکې شرط وبالۀ.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د دغه هیواد د خارجه وزارت دآسیائي برخې مسئول ضمیرکابلوف د بین الافغاني خبرواترو د پيلیدا په باب وئيلي دي ، د طالبانو دل یدتوګې په اساس، دغه ډله به له امریکا سره د روغې جوړې دموافقې له لاسلیک کولو وروسته د افغانستان د حکومت پشمول له نورو ډلو ټپلو سره د مستقیمو او هراړخیزو بین الافغاني خبرواترو لپاره تیاره شي .
د روسیې دغه لوړپوړي ډيپلوماټ وئيلی دي د خبرواترو په وخت کې د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ د موقته اوربند احتمال هم مطرح شوی ، خو تر دې د مه مشخصه نه ده ، اړونده موافقه به په کوم شکل سره د منلو وړ شي .
کابلوف روښانه کړې ده ، د موقته او یا دایمی ا ور بند یا د تاؤتریخوالو د کمولو موضوع له امریکا سره له خبرو اترو ورتیر ، پخپله د افغانانو ترمینځ د خبرواترو یو مورد دی .
په دې باب دضمیرکابلوف څرګندونې چې د بین الافغاني خبرواترو پیلیدا ، د امریکا او طالبانو ترمینځ دسولې د موافقې لاسلیک کیدا ته اړتیا لري ، دا معنا لري ، تر څو چې دغه ډله له افغانستانه د بهرنیو عسکرو تر بشپړ وتلو په باب ډاډمنه نشي ،نو د افغانستان له حکومت او په دغه هیواد کې د سولې پر ټينګیداد اغیز شیندونکو ډلو سره دخبرواترو پیلولو ته تیاره نه ده .
د طالبانو ډلې له نظره ، په افغانستان کې د جنګ او تاؤتریخوالي پاي ، له دغه هیواده د امریکا او ناټو ځواک بشپړ وتلو سره غوټه خوړلې ده او باید له دې مخکې چې د کابل له حکومت سره د جنګ د ختمولو او دسولې د ټينګیدا په باب د خبرواترو میز ته کیني ، باید له امریکا سره د ا فغانستان د نیواک د پاي په زمینې کې کومه موافقه وشي .
سره له دې چې طالبان، امریکا په افغانستان کې د سولې له ټينګیدو او دجنګ له ختمیدو سره د اړونده خبرواترو لپاهر خپل اصلی لوری ګڼي ، خو دغه ډله په هرډول دوه اړخیزې احتمالي موافقې کې د سپينې ماڼۍ د ژمنتیاؤ د اجرائي کیدا په باب هم ډير شکونه لري ا و په همدې دلیل ده چې په تیرو میاشتو کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د سولې د ټينګونکو ضامنو هیوادونو موضوع مطرح کړې ده .
په قطر کې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوي م حمد سهیل شاهین له تاس خبری آژانس سره په خبرو کې وئيلي دي ، دغه ډله تمه لري ، روسیه اوچین له امریکا سره د سولې د هرډول موافقې د ضامن په توګه رول ولوبوي .
له امریکا سره د سولې د هرډول موافقې د ضامن په توګه له بیجینګ او ماسکو څخه د طالبانو تمه ددې ښودنه کوي ، چې دغه ډله په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا لپاره دموافقې په باب ددغه هیواد د ژمنتیاؤ په خلاف ورزۍ اندیښمنه ده .
دغه ګمان هم مطرح دی ، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو د یولسو پړاؤنو ناکامۍ هم په دوو اړخیزو یا څو اړخیزو سیمه ایزو او نړیوالو موافقو په ډګر کې د سپينې ماڼۍد بدعهدیو له امله دي ، ځکه طالبان په دې اندیښمن دي ، چې په افغانستان کې د نښتو او جنګ جګړو په درولو سره امریکا ددغه هیواد نیواک پاي نه ونه رسوي .
البته باید پام ولرل شي ، چې د افغانستان د سولې په موضوع کې د چین اوروسیې په وسیله دضامن د رول د لوبولو په باب د طالبانو د خوښې وړ لارې چارې ، له افغانستانه د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د بشپړ وتلو لپاره کوم ضمانت نشي کیدلی .
د افغانستان له حکومت سره دخبرو اترو د نه کولو او همداراز په دغه هیواد کې د جنګ د ختمولو د اصلي لوري په توګه دامریکا د ځايګي په باب د طالبانو دریځونو ته په پام سره ، هماغه ډول چې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي وئيلي دي ،بین الافغاني خبرې اترې به هاله ترسره شي ، چې طالبان او امریکاد نښتو اوشخړو دختمولو لپاره سره کومې موافقې ته ورسیږي .