پاکستان د افغان کډوالود کنفرانس کوربه کیږي
په پاکستان کې کابو دوه اعشاره پنځه میلیون قانوني او غیر قانوني افغان کډوال شتون لري،چې په هغو کې زیاتره په خیبر پختونخواه او بلوچستان صوبو کې شتون لري چې له افغانستان سره همپوله دي .
آناتولی خبری آژانس راپور ورکړ د اسلام اباد حکومت وئيلي دي ، پاکستان به په نزدې راتلونکي کې په دغه هیواد کې د څو لکو افغان کډوالو د څو لسیزو شتون په مناسبت د نړیوال سیمنار کوربه وي .
راپورښئ د پاکستان خارجه وزارت نن په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، دغه کنفرانس چې :په پاکستان کې د افغان کډوالو د څلویښت کلن شتون او د پیوستون لپاره د نوي شراکت : په عنوان سره ترسره کیږي،د فرورۍ په اولسمه او اتلسمه نیټه په اسلام اباد کې د ملګروملتو د کډوالو د لوړکمیشنرۍ په ملګرتیا سره ترسره شي .
ددغې اعلامیې په اساس،ددغه نړیوال کنفرانس پرانیستونکي دستورې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په شتون سره ترسره کیږي او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو لوړ کمیشنر فیلیپو ګراندي سره د شلو هغوهیوادونو د خارجه وزیرانو او لوړپوړو چارواکو چې له افغان کډوالو ملاتړ کوي ،شتون ولري .
د پاکستان د خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، دغه سیمنار په یوه داسې وخت کې ترسره کیږي ، چې په افغانستان کې د سولې په پیاوړتیا کې هلې ځلې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي .
په پاکستان کې کابو دوه اعشاره پنځه میلیون قانوني او غیر قانوني افغان کډوال شتون لري،چې په هغو کې زیاتره په خیبر پختونخواه او بلوچستان صوبو کې شتون لري چې له افغانستان سره همپوله دي .