د افغان پولیسوهېڅ امنیتي منصوب رسنیوته اطلاعات نشي ورکولی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87867-د_افغان_پولیسوهېڅ_امنیتي_منصوب_رسنیوته_اطلاعات_نشي_ورکولی
د افغانستان رسندویو پر نامناسبو حالاتو باندې په ټينګار سره ، وئيلي دي ، یو شمیر حکومتي ادارې رسندویو ته هیڅ ډول معلومات نه ورکوي او دغه راز په ډ يرو پيښو او اداري فساد او ترینګلتیاؤ برغولی کیښودل کیږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 11, 2020 01:36 Asia/Kabul
  • د افغان پولیسوهېڅ امنیتي منصوب رسنیوته اطلاعات نشي ورکولی

د افغانستان رسندویو پر نامناسبو حالاتو باندې په ټينګار سره ، وئيلي دي ، یو شمیر حکومتي ادارې رسندویو ته هیڅ ډول معلومات نه ورکوي او دغه راز په ډ يرو پيښو او اداري فساد او ترینګلتیاؤ برغولی کیښودل کیږي .

تسنیم خبری اژانس راپورورکړ د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي  د یوې اعلامیې په خپرولو سره په یو تازه اقدام کې خپلو ټولو امنیتي ادارو ته حکم  کړی چې له دې وروسته دې له رسنیو او ټولنیزو پاڼو سره معلومات نه شریکوی، او ددغو اطلاعاتو ورکونکي یوازې مرجع اداره  د کورنیو چارود وزارت  د اقداماتو اطلاع رسونکي برخه، دسټراټژيکو ارتباطاتو ریاست  او اړونده مسئولان دي  ، چې په رسمي توګه  ددغه وزارت له رسمي  برخو خپریدلی شي

ددغه وزارت په پرونۍ  خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي ، د پولیسو د قانون پر اساس له دې وروسته د پولیسو هېڅ یو امنیتي منصوب یا اداره   د خپلو، سندونو ، دندو،مبادلو ، د ترفیع ګانو، د امنیتي ناستو، د نقیله وسایطو، وسلو، تجهیزاتو انځورونو او د عملیاتو جزئيات د ټولنیزو پاڼو له لارې او یا هم له رسنیو سره شریک  نه کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې هېڅ یو امنیتي منصوب نشي کولای له رسنیو سره د لاسته راوړنو یا د جینایي عملیاتو او یا هم پر مشرتابه انتقادي مرکه وکړي.

داپه داسې حال کې دي چې څه موده مخکې د افغانستان حکومت ددغه هیواد د رسندویو په وسیله آزادو رسندویو  څخه  د ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاس رسي د حق د قانون د اجرا  په باب  په دوه ګوڼي چلند او  دوکو تورن شوی ؤ .