دسولې ولسي کاروان غړي غزنی ولایت ته رسیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88008-دسولې_ولسي_کاروان_غړي_غزنی_ولایت_ته_رسیدلي
په افغانستان باندې کابو شل (۲۰) کاله کیږي چې ترهګرې امریکا یرغل کړی. او افغانان د مختلفو نومونو په اساس وژني په کورونو، جوماتونو، مدرسو او حتا دملکې خلکو پر موټرو باندې بمبار کوي او نه پریږدي چې افغانان په آرامه خپل دبې چاره ګۍ ژوند ته دوام ورکړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 16, 2020 14:17 Asia/Kabul

په افغانستان باندې کابو شل (۲۰) کاله کیږي چې ترهګرې امریکا یرغل کړی. او افغانان د مختلفو نومونو په اساس وژني په کورونو، جوماتونو، مدرسو او حتا دملکې خلکو پر موټرو باندې بمبار کوي او نه پریږدي چې افغانان په آرامه خپل دبې چاره ګۍ ژوند ته دوام ورکړي.

زمونږخبریال له غزني راپور راکړ نن د افغانیستان  د غزنی ښار په ( فروخي سیمې ) کې دسولې ولسي کاروان غړو د یو لارین په ترڅ کې دسولې دغوښتلو غږونه دشعر په چوکاټ کې پورته کړل.

په افغانستان باندې کابو شل (۲۰) کاله کیږي چې ترهګرې امریکا یرغل کړی.  او افغانان د مختلفو نومونو په اساس وژني په کورونو، جوماتونو، مدرسو او حتا دملکې خلکو پر موټرو باندې بمبار کوي او نه پریږدي چې افغانان په آرامه خپل دبې چاره ګۍ ژوند ته دوام ورکړي.

په غزنی کې دسولې دولسۍ کاروان ، دغزنی دقره باغ ولسوالۍ یوتن اوسیدونکی وایي (( ما خپل پلاراو خوریی له لاسه ورکړي نوره جګړه بس ده نومړی وايي که طالب دی او که عسکر دی یو افغان دی او ددې خاورې بچی دی . دی وایي په دې جګړې کې دبهرنیانو ګټه ده او دا بهرنیان دي چې مونږ یې په خپل منځ کې سره اچولي يو.

فرهاد عادل دسولې دولسي حرکت درهبرۍ شورا غړی وایي ما له دې کاروان سره له هغه وخته برخه اخیستې کله چې په لوڅو پښو کاروان له هلمند نه حرکت پیل کړ.

نومړی وایي مونږ هیله مند یو او دا معلومه شوې چې زمونږ هلو ځلو ښه پایله ورکړې.

دا په داسې حال کې د ه چې هیله ده په را روانه اونۍ کې د یوې اونۍ لپاره اوربند تړون لاسلیک شي .

دسولې ولسي حرکت کاروان غړي له قندهار نه زابل او بیا غزنی ته را رسیدلي او وروسته دمیدان وردګ او کابل په لور روانیږي.