په افغانستان کې د طالبانو دیوه قوماندان پشمول شل کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88093-په_افغانستان_کې_د_طالبانو_دیوه_قوماندان_پشمول_شل_کسان_وژل_شوي
د حکومتي مامورانو او وسلوالو طالبانو ترمینځ په همداوروستیو کې د سختو نښتو خبر ورکول کیږي ، چې د امریکا او طالبانو ترمینځ د روغې جوړې د موافقې د لاسلیک کیداګونګوسې هم آوریدل کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2020 10:54 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د طالبانو دیوه قوماندان پشمول شل کسان وژل شوي

د حکومتي مامورانو او وسلوالو طالبانو ترمینځ په همداوروستیو کې د سختو نښتو خبر ورکول کیږي ، چې د امریکا او طالبانو ترمینځ د روغې جوړې د موافقې د لاسلیک کیداګونګوسې هم آوریدل کیږي .

زمونږخبریال راپورراکړ  د افغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په بدخشان ولایت کې په بهارک ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو په  عملیاتو کې د طالبانو دیوه مهم کمانډر عطاا... پشمول  اتلس وسلوال کسان وژل شوي دي .  

د افغانستان  لوئې څارنوالۍ هم د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلي دي ،ددغه اورګان یو کارکونکی  عبداللطیف  هم  د کابل په پنځمې ا منیتی حوزې کې د مخ پټو وسلوالو په حملې کې وژل شوی دی .

 دا په  داسې حال کې دي چې  د حکومتي مامورانو او وسلوالو طالبانو ترمینځ په همداوروستیو کې  د سختو نښتو خبر ورکول کیږي ، چې   د  امریکا او طالبانو ترمینځ د روغې  جوړې د موافقې د لاسلیک کیداګونګوسې هم آوریدل کیږي .