کورونا وایروس افغانستان ته هم رسیدلی
Feb 24, 2020 00:44 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په هرات کښې په کورونا وایروس ککړ درې (۳) شکمن کسان وپیژندل شول .
د افغانستان د روغتیا او د درملنې وزارت ویاند وحید الله مایار پرون په کورونا وایروس د درې (۳) ککړو شکمنو کسانو د پيژندګلوۍ په تائیدولو سره وویل د دغو کسانو نمونې( samples) اخیستل شوي او کابل ته استول شوي دي .
کورونا وایروس چې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کښې د لومړي ځل لپاره دچین د هوبئ ولایت په ووهان ښار کښې رامینځته شوی د دغه هیواد په دیرشو (۳۰) ولایتونو سربیره اوس د دنیا څه دپاسه دیرشو (۳۰)هیوادونو ته خپور شوی دی .
په چین کښې د کورونا وایروس له کبله تراوسه دوه زره او درې سوه څلویښت(۲۳۴۰) کسان وژل شوي او له اته اویا زرو (۷۸۰۰۰) څخه زیات کسان په دغه وایروس ککړ شوي دي .
ټیګونه