افغانستان کښې تاؤتریخوالی او حملې کمې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88206-افغانستان_کښې_تاؤتریخوالی_او_حملې_کمې_شوې_دي
د یوې افغان رسنۍ د څیړنو پایلې ښودنه کوي چې د تاؤتریخوالي د کمي د طرحې له پيلیدو راهیسې په افغانستان کښې د بریدونو کچه څه باندې نوي سلنه ټیټه شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2020 02:54 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې تاؤتریخوالی او حملې کمې شوې دي

د یوې افغان رسنۍ د څیړنو پایلې ښودنه کوي چې د تاؤتریخوالي د کمي د طرحې له پيلیدو راهیسې په افغانستان کښې د بریدونو کچه څه باندې نوي سلنه ټیټه شوې ده.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ترټولو ستر خپلواک خبري آژانس په توګه د پژواک رسنۍ نتایج وايي چې په تشدد د کمولو د اووه ورځنۍ موافقې په وړومبیو ۴۸ ساعتونو کښې په افغانستان کښې په وسله والو بریدونو کښې ۹۳ فیصده کموالی راغلی دی.

د دغه رپورټ له مخې، په یاده موده کښې په بلخ، پکتیا، ارزګان، فاریاب او قندهار ولایتونو کښې د افغانستان د حکومتي ځواکونو او هم داشان د طالب ډلې په ځینو سنګرونو حملې شوې دي چې لسګونو تنو ته په کښې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کښې د د حملو د کمي طرحه د امریکې او طالبانو ترمینځ له موافقې وروسته له تیرې جمعې څخه د یوې اونۍ په موده پیل شوې چې له مخې یې طالب ډلې په افغانستان کښې د خپلو بریدونو د کمولو ژمنه کړې ده.

ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د قطر په دوحه کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ تش د نامې صلحې موافقه لاسلیک شې.