افغانستان کښې تاؤتریخوالی او حملې کمې شوې دي
د یوې افغان رسنۍ د څیړنو پایلې ښودنه کوي چې د تاؤتریخوالي د کمي د طرحې له پيلیدو راهیسې په افغانستان کښې د بریدونو کچه څه باندې نوي سلنه ټیټه شوې ده.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ترټولو ستر خپلواک خبري آژانس په توګه د پژواک رسنۍ نتایج وايي چې په تشدد د کمولو د اووه ورځنۍ موافقې په وړومبیو ۴۸ ساعتونو کښې په افغانستان کښې په وسله والو بریدونو کښې ۹۳ فیصده کموالی راغلی دی.
د دغه رپورټ له مخې، په یاده موده کښې په بلخ، پکتیا، ارزګان، فاریاب او قندهار ولایتونو کښې د افغانستان د حکومتي ځواکونو او هم داشان د طالب ډلې په ځینو سنګرونو حملې شوې دي چې لسګونو تنو ته په کښې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کښې د د حملو د کمي طرحه د امریکې او طالبانو ترمینځ له موافقې وروسته له تیرې جمعې څخه د یوې اونۍ په موده پیل شوې چې له مخې یې طالب ډلې په افغانستان کښې د خپلو بریدونو د کمولو ژمنه کړې ده.
ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د قطر په دوحه کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ تش د نامې صلحې موافقه لاسلیک شې.