ایران د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي شریک دی
د افغانستان د احصایو د ادارې مرستیال زیاته کړې په ۱۳۹۸لمریزکا ل کې ددغه هیواد واردات درې اعشاریه اته میلیارډ ډالره دي چې د تیر کال په نسبت اته فی صده کموالی ښئ او ایران په دوه اعشاریه یو میلیارډ ډالري صادراتو سره د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي شریک دی .
ایرناخبری اژانس راپورورکړد افغانستان د احصایو د ادارې مرستیال حسیب ا...موحد نن په خبري کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران د افغانستان ترټولو ستر تجارتي شریک دی،ووئیل ،کابل په ۱۳۹۸لمریز کال کې د ایران له اسلامی جمهوریت څخه تر ټولو ستر واردات درلودلي دي .
د افغانستان د احصایو د ادارې مرستیال زیاته کړې په ۱۳۹۸لمریزکا ل کې ددغه هیواد واردات درې اعشاریه اته میلیارډ ډالره دي چې د تیر کال په نسبت اته فی صده کموالی ښئ او ایران په دوه اعشاریه یو میلیارډ ډالري صادراتو سره د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي شریک دی .
حسیب ا.. موخد له ایرانه د وارداتو دغه شمیر ته په اشارې سره وئیلي دي ،له ایرانه وروسته په ترتیب سره ،چین ، پاکستان ،ازبکستان او ترکمنستان افغانستان ته تر ټولو زیات صادرات درلودلی دي .