په غزني کې یو شمیرکسان د طالبانو له منګولو ژغورل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88344-په_غزني_کې_یو_شمیرکسان_د_طالبانو_له_منګولو_ژغورل_شوي
د افغانستان دغزني د والی ویندوي زیاته کړې ،طالبانو ددغو کسانو نامعلوم ځاي ته د منتقلولو نیّت درلود چې په موقعې د امنیتی ځواک په رسیدو سره دغه کسان ژغورل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 29, 2020 12:30 Asia/Kabul
  • په غزني کې یو شمیرکسان د طالبانو له منګولو ژغورل شوي

د افغانستان دغزني د والی ویندوي زیاته کړې ،طالبانو ددغو کسانو نامعلوم ځاي ته د منتقلولو نیّت درلود چې په موقعې د امنیتی ځواک په رسیدو سره دغه کسان ژغورل شوي دي .

زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان دغزني د والي ویندوي عارف نوري وئيلي ،امنیتی ځواک پرون ناوخته  په یولړ عملیاتو کې هغه ۲۹مسافران چې د غزنی ولایت د مقر ولسوالۍ په لړم سیمې کې طالبانو نیولي وو ،ژغورل شوي دي .

د افغانستان دغزني د والی ویندوي زیاته کړې ،طالبانو ددغو کسانو  نامعلوم ځاي ته  د منتقلولو نیّت درلود چې  په موقعې  د امنیتی ځواک  په رسیدو سره  دغه کسان ژغورل شوي دي .

دا په داسې حال کې دي چې  د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د موافقې په اساس  دتاؤتریخوالي د کمولو په پړاؤ کې چې پرون سهار  پاي ته رسیدلی  په لسګونو کسانو وینه  توي شوي ده .